سياسي او امنيتي کمپاين له افغانستان څخه د وتلو لپاره د لويديځ کمپاين شنونکى:
کاکوجان نيازى کاکوجان نيازى

 

 

 د افغانستان ولسي جرګې ته خپلواک نوماند:

 

د افغانستان او سيمې لپاره د لوديديځ پاليسي په سيمه او افغانستان کې د ډيموکراټيک نظام تقويه کول دي.د امريکا، بريټانيا او هغو هيوادونو لپاره چې په هيواد کې سرتيري لري يوازنى ستونزه افغانستان ده  دا هيوادونه اړ دي چې لوى خنډونه د خپلې لارې څخه لرې کړي، د دې هيوادونو څخه يو شمير يې د افغانستان څخه د سرتيرو د ويستلو سمله مطرح کوي يو شمير يې نا امنه سيمو ته سرتيري نه استوي نو د دې له امله د تولو هيوادونو پيغام دا دى چې اوس وي او که څه موده وروسته له افغانستان څخه د وتلو په فکر کې دي، دا چې کله او خنګه به له افغانستان څخه وځي دا داسې يوې معما ته ورته ده چې هيڅوک يې په ځواب نه پوهيږي.

د امريکا ډيموکرات ګوند چې د ولسمشر بل کلينټن پر مهال د طالبانو بسټ ايښودونکي بلل کيدل کوښښ کوي چې د ولسمشر جورج بوش د واکمني پر مهال چې کوم زيانونه رامنځ ته شوي دي له منځه يوسي خو بل لوري ته ولسمشر اوباما غواړي چې د امريکا د خلکو ذهنونو د راتلونکو ټاکنو لپاره چې له دريو کلو څخه کم وخت ورته پاتې د‌ى سم وساتي او د ځان لپاره يې وکاروي.چې دې ته ورته قضيه د د بريټانيا د محافظه کار ګوند د مشر او اوسني لومړي وزير ډيويډ کامرون سره هم روانه ده.کامرون د ټاکنيزو هڅو پر مهال له افغانستان څخه د سرتيرو ويستل د افغانستان د ستونزې لپاره د يوازنى حل لارې په توګه د خلکو په اذهانو کې ترزيق کړه، خو د ټاکل کيدو او له ليبرال ګوند سره د ګډ حکومت تر جوړيدو وروسته يې ډير محتاطانه ګامونه واخيستل او ويې ويل چې ترڅو په افغانستان کې بريټانيوي سرتيرو ته اړتيا وي سرتيري به يې په افغانستان کې شتون ولري.خو اوس يې چې د واکمني څخه څو مياشتې تيريږي د خپلو سرتيرو د وتلو لپاره يې پنځه کاله ضرب الاجل ټاکلى دى چې دې ته ورته ناسمه ستراتيژي يې حزب د افغانستان او کډوالو په وړاندې لري چې دا کرار کرار شکل نيسي.خو له بل لوري د همدې هيواد د وسله والو قواو لوى درستيز ريچاردز بيا له طالبانو سره د دير ژر خبرو اترو د پيل کيدو غوښتنه کوي ترڅو افغانستان پاکستان ته په لاس کې ورکړي.خو له بل لوري د جنرال مک کرسټال پر ځاى د بهرنيو ځواکون لپاره نوى ټاکل شوى قومندان ډيويډ پيټريوس بيا سولې ته د وسله والو د هڅونې يوازنى لار پر دوى باندې پوځي بوج بولي ترڅو دوى دې ته اړباسي چې سوله وکړي.چې د داسې دوه هيوادونو  د داسې دوه لوړپوړو پوځي چارواکو ويناوې چې په افغانستان کې  ترټولو ډير سرتيري لري د يوې پوځي ناهم غږي ښودنه کوي.

د دې څخه ها خوا کوم نور موارد په ملي او نړيواله کچه له ترهګري سره د مبارزې په برخه کې د سياسي او پوځي وضعيت د بحراني کيدو لامل شوي دي او بريالي توب په افغانستان کې څه شى بريالي کيدى شي؟

١-کورني مسايل:

٢-د دې هيواد د ګاونډيانو لخوا د امريکا او نورو هيوادونو د سرخوږي لپاره د ځينې ستونزو جوړول.

په افغانستان کې دولت جوړونې هر يوه يې په خپل ځاى خپلې ستونزې درلودې او اوس مهال د افغانستان سياسي نظام د جګړې د دوام له امله خپل پوخوالي ته نه ده رسيدلى.د سم سيستم نه شتون، د کار ستراتيژي نه شتون، په افغانستان او سيمه کې د جګړې نا مشخص پيژند، ناسم کورني رقابتونه، د انتيکي صف بنديو په ګډون، د قوم او قبيله څخه په ګټه اخيستنه ترڅو په قدرت کې ګډ شي ناسم او نيمګړي سياسي ايتلافونه او په دولت کې د هغه څه شتون چې د ټولو له لوري اداري فساد نومول کيږي، د هغو بنسټونو او ارګانونو تر منځ د هماهنګي کموالى کوم چې د دولت ماشني ګرځوي ټولو لاسونه سره ورکړي او د سياسي او امنيتي  بحران په رامنځ ته کيدو کې يې خپل رول لوبولى دى.په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د دې ستونزو لامل د نړيوالې ټولنې لخوړا د ناسمې ستراتيژي پلي کول بولي خو بې له شکه چې پورتنيو عواملو په افغانستان کې د امريکا د پاليسي په پلي کيدو کې خپل ځاى درلود.

د باندنې او سرحدي  بعد له پلوه   د افغانستان قضيي يو جيوپوليټيک او ستراتيژيک والى ځان ته غوره کړى چې له همدې امله يې د ټولو پاملرنه ځان ته را اړولې ده، په افغانستان کې د نړيوالو چارو شنونکي په دې اند دي چې افغانستان د سيمه ايزو سياليو قرباني شوى دى.د هند او پاکستان ترمنځ ستونزه بې له شکه د افغانستان، پاکستان او حتى  د ټولو اسيايي هيوادونو د بې ثباتي لامل شوې ده،په ظاهري توګه په داسې حال کې چې پاکستان له ترهګري سره د مبارزې په حال کې ته خو له بل لوري کوښښ کوي ترڅو له تندلارو څخه د هند او افغانستان په وړاندې ګټه پورته کړي.په همدې ترڅ کې په دې هيواد کې د چارو شنونکي ادعا کوي چې د پاکستان کړنې او څرګندونې د ترهګري په وړاندې د امريکا په مبارزه کې زيات رول لري. له يو لوري اټومي پاکستان، اټومي هندوستان، اټومي ايران او اټومي شمالي کوريا د اسيا په سويل او په ټوله نړۍ کې امنيت ګواښوي.د پاکستان لپاره د اټومي وسلې لرل او په نورو هيوادونو د دې مفکورې پيرل يو بل غم دى چې نړۍ يې حيرانه کړې ده،په همدې توګه د لويديځ په ځانګړې توګه د سپينې ماڼى هڅه د پاکستان د اټومې وسلې ساتل دي  ترڅو د طالبانو او القاعدې ډلې لاس ته ورنشي. که چيرې  داسې وشي نو ويلى شو چې د ځمکې د کرې امنيت له ګواښ سره مخ شو.په همدې ترڅ کې پاکستان هڅه کوي چې د خپل قلمرو د ساتلو په موخه له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره هواره کړي. خو متاسفانه د پاکستان دا هير دي چې له افغانستان څخه د بهرنيو سرتيرو ژر وتل به دا هيواد په سيند لاهو کړي. او هر څومره زيان چې د دې لارې رامنځ ته شي پاکستانه ته به متوجې وي.

راځو د افغانستان او پاکستان لوديځو پولو ته چې ايران دى.ايران د دې سرهس ره چې له طالبانو سره ښې اړيکې نه لري او وړاندې يې دښمنې وه ورسره خو امريکا خپل ستراتيژيک دښمن بولي.ايران په روښانه توګه په افغانستان کې د امريکا له شتون څخه ډاريږي او هر ډول چې وي هڅه کوي چې دا هيواد په افغانستان کې ناکام شي.په تير يوکال کې داسې ادعاوې شتون لري چې له طالب وسله والو سره ايراني وسلې ليدل شوي دي .خو په دا وروستيو کې ايران يو ګام وړاندې راغلى دى او غواړي چې له امريکا سره د مبارزې په برخه کې د سيمې له هيوادونو سره ځان مشر ورور وښيي.همدارنګه د هغو ځوانانو له خولې چې له ايران څخه راغلي دي داسې راپورونه شتون لري چې هغه ځوانان چې له اردو او پوليسو څخه وتښتي په دې هيواد کې ورته د ژوند او کار زمينه برابريږي.

د دې هيواد اټومي بنسټ په يوه نړيواله ستونزه اوښتى دى تر دېۍ دمه د ملګرو ملتونو د هستوي انرژي ادارې چې په راس کې يې ښاغلى امانو او ډير هم مصرى البرادعي قرار لري تر دې دمه يې په دې برخه کې هيڅ هم نه دي کړي، د دې هيواد د اټومي انرژي مسله بيرته راګرځي له نن څخه ٦٠ کاله وړاندې ته، يوه مهمه ستونزه بله ده چې د اوباما اداره او د لويديځو هيوادونو پاملرنه يې ځان ته را اړولې ده.ځکه شنونکي وايي چې د ايران په هستوي پروګرام کې صداقت نه ليدل کيږي ، هيڅ داسې خيال نه کيږي چې ايران دې خپل هستوي پروګرام د سوله ايزو موخو لپاره پر مخ بوزي او کوم ضمانت هم شتون نه لري.

د روسيې فدراتيف جمهوريت او د دوى طرفدار هيوادونه د دې سره سره چې د بنسټپالو له تاوتريخوالي څخه ډاريږي خو بيا هم خوښ دي چې دا ترخه مړى تيره کړي او امريکا په افغانستان کې ماتې وخوري.ځکه دوى د سرو لښکرو ماتې چې د سړې جګړې په پاى ته رسيدو تمامه شوه نه ده هيره کړې.

واشنګټن ته د ولسمشر حامدکرزي او افغاني هيتانو د پنځه ورځني سفر په ترڅ کې د دواړو هيوادونو مشرانو يوه ګډه بيانيه صادره کړه چې پکې ويل شوي و چې د دې دواړو هيوادونو د حقوقو د الويت په اړه پکې څرګندونې شوې وې.په دې بحث کې د حکومت کونې، امنيت، اقتصادي او ټولنيز انکشاف او سيمه ايزو مسلو په اړه د نورو جلسو په ادامه پکې د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکو فيصلو په اړه پکې خبرې اترې شوې وې.د دې سفر په پاى کې ولسمشر کرزي د لومړنى مشر په توګه له ډيويډ کامرون سره ليده کاته وکړل  او ډاډ يې حاصل کړ تر هغه چې اړتيا وي بريټانيا به د افغانستان د خلکو تر څنګ وي.

دې ټکو ته په پاملرنې سره د لويديځو هيوادونو يو شمير رسنيو چې په راس کې يې د امريکا متحده ايالات او بريټانيا شتون لري د دې هيواد د سياسي مشرانو له خولې  داسې نارې سورې پيل کړې چې د دوى سرتيري پرته له دې چې د افغانستان شته وضعيت وګوري خپل سرتيري باسي چې دا کړنې د افغانستان د دولت او په ځانګړې توګه د عامو خلکو د خواشيني لامل شوې.دا خلک د دې هيوادونو څخه غواړي دغو هيوادونو چې د ترهګري سره د مبارزې په نوم يې د دې هيواد په قضيه کې خپل ځانونه ښکيل کړل  او اوس يې د افغانستان د خلکو ستونزې روښانه کړي دي وروسته دې د سرتيرو د وتو په اړه د اوږدمهاله او لنډ مهاله نيټې په اړه ګام پورته کړي.ځکه دا غوغايوې د دولت د مخاليفينو د پياوړي توب څخه پرته نوره ګټه نه لري.د هغه وخت څخه د ځينې هيوادونو لخوا د سرتيرو د وتلو مسله ياده شوې د هيواد په ځينو برخو کې طالبان پياوړي شوي دي او خپل پوځي خوځښتونو ته يې د نړيوالو ځواکونو په وړاندې زور ورکړى دى چې د دې غوغاو پايله د ٢٠١٠ کال د جون په مياشت کې د همدې هيوادونو د سرتيرو وژل کيدل وو چې شمير يې له سلو څخه واوښت.همدارنګه د افغانستان يو زيات شمير ملکي وګړي په ځانګړې توګه ملي اردو او پوليس د غير مسولانه او په ټوليژ ډول د مبهمې ستراتيژي قرباني شوي دي.

په پاى کې غواړم په لنډ ډول د هيواد د سياسي مشرانو د متخصصينو، پوهانو او خبره خلکو په ګډون  غواړم چې لاسونه سره ورکړي او يوه واحده ستراتيژي چې د هيواد ټول سياسي مسايل د بهرني سياست په ګډون، سيمه ايزې همکاري، نړيوالې اړيکې  او د ځينو مبهم ويونو لکه مذاکره، له ترهګري سره مبارزه، او د دوست او دښمن لپاره پيژند ولټوي.

امريکا، فرانسه، بريټانيا او المان د ملګرو ملتونو د امنيت د شور د دايمي غړو په ګډون د نړۍ د امنيت چارې  د ملګرو ملتونو د منشور سره سمې په غاړه لري، پاکستان دې ار فشار لاندې ونيسي ترڅو د افانستان په چارو کې له بې مورده لاسوهنو څخه لاس واخلي ځکه دا کار د دې هيواد د نابودې او له جغرافيې څخه د دې هيواد د له منځه وړو لامل کيږي.پاکستان بايد پوه شي چې هر افغان د دې هيواد له نيت څخه خبر دى که دا هيواد غواړي چې بهرني سرتير دې ژر له دې هيواد څخه و وځي د افغانستان په چارو کې د پټو او ښکاره لاسوهنو څخه لاس واخلي.کنه نو د نړۍ له هرګوټه څخه ډير  به پاکستان له ناامني، بې ثباتي او نړيوالو فشارونو سره لاس او ګريوان وي.

ښه به دا وي چې د لويديځو هيوادونو لوړپوړي مشران د بې ځايه تبيلغاتو پر ځاى چې سرتيري يې ګواکې له افغانستان څخه وځي ، د وتو لپاره يوه معقوله لاره وپلټي او افغانستان خود کفا کړي.کنه نو د په صورت کې به د بريټانيا ړ کارګر ګوند مشرانو په قول هلمند به په لندن کې د جګړې لومړى کرښه، کندهار به په اوتاوا کې د جګړې لومړى کرښه، او نور نا امنه ولايتونه به د واشنګټن، نيويارک او نورو اروپايي هيوادونو د جګړې لومړى کرښه وي. دا مشران نه بايد چې دا ډول تبليغاتو له مخې عامه اذهان خراب کړي او يا هم د خپلو ټاکنيزو هڅو لپاره ترې کار واخلي.ترڅو له دې لارې په افغانستان او نړى کې د خونړيو پيښو څخه مخيوى وشي او د افغانستان ځوريدلى ولس د ځمکې د کرې په دې برخه کې څو ورځې په کرارې سره تيرې کړي.


July 4th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات